امریکا او پنجاب نور هم ښکر په ښکر شول
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د امریکا لوی درستیز اډمیرل مایک مولن د امریکا له یوه تلویزیون سره په مرکه کې تازه ویلي « د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني وعده ورکړې چې شمالي وزیرستان ته به پوځ واستوي او دا سیمه به له ترهګرو پاکه کړي. » دغه راز نوموړی په مرکه کې زیاتوي « جنرال اشفاق کیاني ښه پوهېږي چې زموږ لومړیتوبونه او غوښتنې څه دي .شمالي وزیرستان د ترهګرو مرکز دی، دا هغه ځای دی چې القاعده شبکه پکې دېره ده.»

 د امریکا د لوی درستیزڅرګندونې د هغه خبرو پخلی کوي چې د افغانستان ولسمشرحامد کرزي په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو د نهمې کالیزې په تړاو په اعلامیه کې کړې وې . دې اعلامیه کې راغلي وو «  د ترهګروځالې او سرچینې د افغانستان په کلیو کې نشته. د افغانستان بې ګناه خلک باید د تروریزم پرضد  د جګړې قرباني نه شي . » کرزي په دې اعلاميي کې له نړیوالې ټولنې دا هم غوښتي و چې افغانستان کې د ترهګرو سره د مبارزې ستراتیژي له سره وڅيړي .

که څه هم  د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د امریکي لوی درستیز ته وعده ورکړې چې شمالي وزیرستان ته به پوځ واستوي او دا سیمه به له ترهګرو پاکه کړي. خو د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د امریکا د لوی درستیزمایک مولن د څرګندونو په ځواب کې وايي « پاکستان په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو اندېښنې د درک وړ بولي خو دا چې دا هیواد به په شمالي وزیرستان کې کله او څرنګه عملیات وکړي او یا به یې په څه ډول وکړي، داسې پرېکړه ده چې پاکستان به یې د خپلو تجربو پراساس او د خپلو وړتیاوو(ظرفیتونو)، لومړیتوبونو او د هیواد د ملي ګټو په رڼا کې کوي. »

په پورته څرګندونو کې که یوخوا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت او د هغه هېواد د لوی درستیز اشفاق کیاني د څرګندونو ترمنځ ښکاره توپیراو درځ لېدل کیږي ، بلخوا ګورو چې د امریکې لومړیتوبونه او ګټې لکه څنګه چې د امریکا لوی درستیز مایک مولن يي بیانوي او هغه پاکستان کې د القاعده او ترهګرو د ځالو ړنګول دي ، خو پنجاب بیا  ترهګرو سره مبارزه د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په خوله د خپلو لومړیتوبونو او د پنجاب د ګټو په رڼا کې ګوري چې د تاریخ په دې شېبه کې د دواړو هېوادونو دا ګټې یوله بل سره په ټکر کې دي .

له دې کبله بېځایه نه ده چې د امریکې او لوېدیځ ګڼ شمېر کارپوهان بیا بیا وايي «  پاکستان قصداً نه غواړي شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي ځکه چې دې سیمه کې افغان طالبان ، القاعده او هغه سخت دریځي ځای پرځای دي چې د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان او هندي کشمیر کې جنګېږي. »

پنجاب د ترهګرو شتون ته په څو ډګرونو کې اړتیا لري چې هغه د لوېدیځو کارپوهانو سربېره افغان او د سیمې د نورو کارپوهانو او مسولو چارواکو پخپلو څرګندونو کې ، په وار وار په ګوته کړي دي.

پنجاب لومړی غواړي افغانستان کې یو ګوډاګی حکومت ولري چې هغه د پنجاب په خوله وي او څه چې پنجاب غواړي هغه يي ترسره کړي . داسې حکومت کې باید د پنجاب لاسپوڅي لکه د ملا عمر طالبان ، د ګل بدین د تش پنوم اسلامي ګوند غړي او د حقاني خونړۍ ډله ګډون ولري . همدارنګه پنجاب باید د خپلې ډارنې او تښتېدونکې  اردو ترڅنګ د ترهګرو یوه پراخه ډله ولري چې هغه د پنجابي اردو د مخکښې لیکې پتوګه د هند په وړاندې د کشمېر په سنګر کې وجنګیږي او بلخوا همدا ترهګري ډلې په کور دننه پاکستان کې د پښتونستان ، بلوچیستان او سندیش د خپلواکۍ غورځنګ په  ټکولو کې د پنجابي اردو په څنګ کې ولاړې وي .       

بلخوا په یوې تازه پراختیا کې سي این این د ناټو د یو چارواکي له خولې چې نه غواړي نوم يي واخیستل شي وايي « د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملومسوول اسامه بن لادن د سیمې د اوسېدونکو او د پاکستان د استخباراتي شبکې د ځینو غړیو له لوري ساتل کېږي. » دې تلویزیون همداراز ویلي « د القاعده شبکې دوهم نمبرمشرایمن الظواهري اسامه بن لادن ته نژدې اوسي.

سي این این د ناټود دغه چارواکي له قوله زیاتوي :« د القاعده شبکې هیڅوک د غرو په سمڅو کې نه اوسي.»

همداراز د سي این این په راپورکې ویل کیږي :« دغه مقام  د امریکا د متحدو ایالتونو دا ارزونه تایید کړه چې د طالبانو مشرملاعمرپه وروستیو څو میاشتو کې د کوټې او کراچۍ د ښارونو ترمنځ د تګ راتګ په حال کې دی.»

دا چې ویل کیږی د القاعدې هیڅ مشر د غره په کومه څمڅه کې نه اوسیږي په دې مانا دي چې ای ایس ای د ددې خونړي سازمان د مشرانو لپاره خوندي پټغالي جوړکړي دي او دوی د ای ایس ای تر زنې لاندې اوسیږي .

د پېښو روستۍ پراختیا ښۍ د پنجاب دوه مخې تګلار په سیمه او نړیوال بازار کې نور اخیستونکي نلري او دا تګلار ورځ تربلې نوره هم رسوا کیږي .

پنجاب اړ دی چې د ترهګرو په وړاندې له خپلې څېرې ټول ماسکونه لیري کړي او هغه څه چې په خبرو کې ژمنه کوي هغه په عمل کې ترسره کړي .

پنجاب اړ دی هغه څه چې افغانستان ، د سیمې نور هېوادونه او نړیوال يي غواړي او هغه په پاکستان کې د ترهګرو اډو پوره تړل دي ، پلي کړي !

پنجاب د تاریخ په بدل لور حرکت کوي او کفاره يي باید ورکړي !

 اخځونه :

ــ تاند بریښپاڼه

د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر ۱۸ مه  

 


October 18th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی